چین: نړيواله ټولنه بايد د عربي هيوادونو د پرمختګ له لارې ملاتړ وکړي
CMG2022/03/24 14:49:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي جانګ جون د مارچ په ۲۳مه نېټه له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له عربي هېوادونو څخه ملاتړ وکړي، چې د خپلو حالاتو له مخې د پرمختګ لاره غوره کړي.

نوموړي په همدې ورځ په امنیت شورا کې له عرب ليګ سره د همکارۍ یوې لوړپوړي ناسته کې وویل، چې عربي هيوادونه امنیت او پرمختګ اوږمهاله موخه بولي او وګړي يې هيله لري، چې په سيمه کې يې سوله او ثبات ټینګ او د سمسورتيا او پرمختګ په لور ګامونه پورته کړي.
نوموړي زياته کړه، چې نړیواله ټولنه باید له عربي هېوادونو څخه ملاتړ وکړي، چې وګړي يې په خپله د پرمختګ لاره غوره او راتلونکی وټاکي او په دې برخه کې بايد ورسره رغنده رول ولوبوي. (هیله)