د جي شلو هېوادونو ډلې غړي د نورو غړو د ګوښه کولو حق نه لري
CMG2022/03/24 14:50:15
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مارچ په ۲۳مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې روسيه د جي شلو ډلې یو مهم غړی دی، هر غړی د نورو غړو د ګوښه کولو حق نه لري. 

خبریال په دغه خبری ناسته کې له وانګ ون بین څخه پوښتنه کړې چې امریکا له خپلو لوېديځو ملګرو سره پر دې ارزونه کوي چې ایا روسیه به د جي شلو په ډله کې پاتې کېږي که نه، چین په دې اړه څه نظر لري؟ وانګ ون بین دغې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې د جي شلو ډله د نړیوالې اقتصادي همکارۍ یو عمده فورم دی او د نړۍ عمده اقتصادونه پکې شامل دي. اوس ګردې نړۍ د کرونا وبا ضد د مبارزې په کليدي موده کې ده، د نړیوال اقتصاد د بیااحیا تمایل کمزوری دی او د ناثباتۍ عوامل مخ په زیاتېدو دي. نو د جي شلو ډله د کرونا وبا ضد د مبارزې د لارښوونې، د نړیوالې اقتصادي ادارې د بشپړتیا او د نړیوال اقتصاد احیا د هڅونې په برخو کې مهمه دنده لري.  چین د جي شلو ډلې له رئيسه هېواد اندونیزیا څخه ملاتړ کوي چې د ګډې احیا تر عنوان لاندې د ټاکل شوې اجنډا له مخې په بېلا بېلو ساحو کې د جي شلو ډلې همکارۍ پرمخبوزي. (هیله)