د ټيکساس ايالتي محکمه: پر جونګ شينګ مخابراتي شرکت د امريکې د څار موده پای ته رسيدلې
CMG2022/03/24 14:55:03
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ټيکساس ايالت محکمې د مارچ په ۲۳مه نېټه اعلان کړی، چې د چين پر جونګ شينګ مخابراتي شرکت د څار موده د امريکا په وخت د روانې مياشتې په ۲۲مې نېټې پای ته رسېدلې او دغه شرکت ته به هيڅ سزا ورنه کړي.
د مالوماتو له مخې، په همدې نېټه د چين پر جونګ شينګ مخابراتي شرکت د امريکا د څار د مديريت دنده هم پای ته سېدلې ده.
امريکا په ۲۰۱۷م کال کې پر ياد شرکت د څار پنځه کلن بهير پيل کړی و.
کارپوهان وايي، چې د ټيکساس ایالتي محکمې دغه پرېکړه به پر ياد شرکت لګيدلو بنديزونو ته د پای ټکی کيږدي.
(خبرياله: شکريه)