د بشري حقونو ساتونکی ولې له خپل تعهد سرغړوي؟
CMG2022/03/24 15:32:30
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن پدې وروستيو کې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد به يې د چين پر يو شمېر حکومتي چارواکو د ويزې بنديزونه ولګوي. نوموړي د دې بنديز لامل پر بشري حقونو د يادو چارواکو د تېري کړنو ته اشاره کړې ده.

امريکا د نړۍ په ډېرو ځایونو کې د بشري حقونو ضد کړنې ترسره کړي او د خلکو پوروړې ده؛ خو اوس تور ته سپين او سپين ته تور وايي، ځان د بشري حقونو ساتونکی بولي او په همدې کړنې غواړي، خپله باداري روانه وساتي، خو رضاکارانه بڼه او د بشري حقونو په برخه کې يې دوه ګونې معيارونه هر څه ښکاره کوي، چې دا هيواد څه غواړي او په کوم لوري روان دی؟

بلينکن په دې اعلاميه کې ويلي، چې امريکا د نړۍ د بشري حقونو ساتلو ته ژمنه ده او له ټولو ډيپلوماتيکو لارو او اقتصادي اقداماتو په کار اخيستنې به د بشري حقونو تېري کوونکو سره حساب وکړي.

د بلينکن يادې څرګندونې ډېرې د خندا وړ دي، ځکه امريکا په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو ګڼ شمېر جنايتونه کړي، خو پر خپلو جنايتونو یې سترګې ړندې اچولي او داسې انګيري، چې ګواکې نړۍ نه پوهيږي.

د بلينکن له يادې اعلاميې يوه ورځ وړاندې يعنې د مارچ  ۲۰ مه نېټه، د عراق د جګړې نولسمه کليزه وه. په دغه جګړه کې نږدې ۲۰۰  زرو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی، خو امريکا تراوسه نه ده توانېدلې، چې نړۍ ته د دې جګړې د پيلولو حقوقي دليل وښيي.

د امریکا په تپل شوو جګړو کې بې شمېره خلک وژل شوي، ټپيان او معيوب شوي او حتی په رواني ناروغيو اخته شوي دي.

له عراق، افغانستان، سوريې څخه تر اوکراين پورې، ګڼ شمېر حقيقتونو ثابته کړې، چې امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ډېرې تيري کوونکې کړنې ترسره کړي او خپل ارزښتونه يې په زور پر نورو تپلي او جګړې يې پيل کړي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر خلک له راز راز ناورینونو سره مخ شوي دي.

د امريکا په دننه کې د بشري حقونو وضعيت بيخي خراب دی

د امريکې پخوانيو حکومتونو د دې هيواد د اصلي یا بومي اوسيدونکو(اندیانو) د توکم وژنې او له منځه وړلو لوی جنایتونه ترسره کړي او دا هغه څه دي، چې د تاریخ په زرينو کرښو ليکل شوي دي او لا هم په امريکې کې نژادي تبعیض روان دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په روانه ۴۹ مه غونډه کې د ډېرو هېوادونو استازو په امريکا کې پر بشري حقونو د تېرې جنايتونه په کلکه غندلي او د څار او پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

امريکا خپل يو جنايت هم نه دی ياد کړی، خو د بشري حقونو په پلمه پر چين د بنديزونو ګواښ يې کړی، دا جرائت يې له کومه کړی؟

د انتوني بلينکن د يادې اعلاميې له خپرېدو څو ورځې مخکې، د چين او امريکا ولسمشرانو په دوهم ځل انلاين خبرې وکړې او د امريکا ولسمشر جوبايډن په خپلو خبرو کې يوځل بيا ژمنه وکړه، چې سړه جګړه به نه پيل کوي، د چين د نظام د بدلولو هڅې به نه کوي، د خپلو متحدينو له اړيکو به کار وانخلي چې د چين خلاف يې وکاروي، د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه به ملاتړ نه کوي او له چين سره د شخړو او تقابل د راپارولو چارې به نه ترسره کوي.

 د چين د دولت رئیس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ځکه له ستونزو سره مخ دي، چې ځينو امريکايانو زموږ ګډې موافقې نه دي عملي کړي او نه يې هم د ولسمشر جوبايډن مثبتې څرګندونې په جدي توګه پلې کړې دي.

بلينکن يوځل بيا د بشري حقونو په پلمه پر چين تور لګولی او پر چيني چارواکو يې بنديزونه اعلان کړي دي.

بلينکن له شکه پرته د چين او امريکا د ولسمشرانو له ګډو موافقو سرغړونه کړې او د خپل ولسمشر پر تعهد يې سترګې پټې کړې دي.