د ملګرو ملتونو اقتصادي پرمختګ کنفرانس د چين اقتصادي چارې ستايلي
CMG2022/03/24 10:47:55
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقتصادي پرمختګ کنفرانس په دې وروستيو کې ترسره شوی او په خپل راپور کې يې د چين چارې ستایلې دي.

ياد کنفرانس په دغه راپور کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې د دې هيواد اقتصادي پرمختګ، د صنایعو وده او پراخوالی او د نړيوالو معاملو ډيجيټل اقتصاد چارې يادې کړي او په دې برخه کې يې د چين پالیسۍ، تګلارې، اقدامات او تجربې ستایلې دي.
راپور زياتوي، چې چين د پام وړ اقتصادي زیاتوالی موندلی او د اقتصادي پرمختګ عمده موخې يې پوره کړې دي او نورو پرمختيايي هېوادونو ته يې وړانديز کړی، چې له خپلو واقعي حالاتو سره سم د چين بريالۍ تجربې زده او په چارو کې ترې ګټې واخلي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۳مه نېټه د ياد راپور هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د اقتصادي پرمختګ کنفرانس صنايعو ته د ودې کولو، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ په چوکاټ کې د انکشافي تجربو د شريکولو او د ۲۰۳۰م کال د پرمختګ اجنډا د پلي کولو په پار د چين کوښښونه ستايلي دي.
نوموړي زياته کړې، چې چين په دې وروستيو کلونو کې په ټينګ هوډ باکيفيته پرمختګ پرمخ وړلی، په سيمه ييزو اقتصادي همکاريو کې يې ګډون کړی او نورو هېوادونو سره يې د پرمختګ فرصتونه شريک کړي دي.
(خبرياله: شکريه)