د چين د بهرنيو چارو وزیر د افغانستان په اړه د چين پاليسي بيان کړه
CMG2022/03/24 22:01:51
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۴ مه نېټه  کابل ته ورسيد او په جلا جلا توګه يې د افغانستان د لنډمهاله حکومت د رياست الوزراء لومړي مرستيال عبدالغني برادر او د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې د افغانستان په اړه د چين دریځ بيان کړ .

وانګ يي  وويل،  چين او افغانستان دوست ګاونډيان دي او زرګونه کلنې تاريخي اړيکې لري. چين د افغانستان استقلال، حاکميت، ځمکني تماميت، همدارنګه د افغانانو پخپله خوښه انتخاب، ديني عقيدې او ملي دودونو ته درناوی کوي. ده زیاته کړه، چې موږ هېڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوو او نه غواړو چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي او خپل نفوذ پراخ کړو.

دغه راز وانګ يي وویل، لکه څنګه چې افغان ملګرو مو ويلي، چين يوازينی هېواد دی، چې هېڅکله یې افغانستان ته زیان نه دی رسولی. موږ پدې وياړو او غواړو چې خپلمنځي لرغونې دوستۍ ته دوام ورکړو او په سوله کې د ګډ ژوند پنځو اصولو پر اساس له افغانستان سره عادي او دوستانه اړيکې ټينګې کړو، موږ به له افغانستان سره مرسته وکړو، څو افغانستان رښتينی خپلواک او پر ځان بسيا پرمختګ ومومي او خپل سرنوشت پخپل اختیار کې ولري.