د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د
بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د مارچ په ۲۳مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد او
اوکراين تر منځ خبرې اترې ټکنۍ او په ستونزمن ډول تر سره کېږي.
د اوکراين
مرستيال صدراعظمې ايرينا ويريشچوک په همدې ورځ بیا ويلي، چې هيواد يې له روسیې سره
پرېکړه کړې، چې اوکراين ته د بشري مرستو د رسولو او ملکي وګړو د اوباسلو په پار د
بشر پالنې ۹ دهليزونه جوړ کړي.
لاوروف د مارچ په ۲۳مه نېټه د مسکو د نړيوالو
اړيکو پوهنځي کې وينا کړې او ويلي يې دي، چې د اوکراين چارواکي هميشه خپل دريځ
بدلوي، نو له همدې امله د روسيې او اوکراين تر منځ روانې خبرې اترې له خنډونو سره
مخ کيږي او په ستونزمن ډول مخ ته ځي.
نوموړي زياته کړې، چې لوېديځ هېوادونه
اوکراين ته پر له پسې وسلې ليږي او موخه لري، چې روسيه په اوږدمهالې جګړه کې ښکېله
کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا په همدې ورځ ويلي، چې
روسيې او اوکراين دوه ځلې جنګي بنديان تبادله او له بندونو يې ازاد کړي، خو نوموړې
ونه ويل، چې په راتلونکې به کوم وخت او څومره بنديان ازاد کړي.
(خبرياله:
شکريه)