د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين د مارچ په ۲۴مه نېټه د کیريباس په پلازمېنې تاراوا کې د دغه حکومت چارواکو ته د مرستندويو توکو دوهمه جوپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارله.
په دغو مراسمو کې په کيريباس کې د چين لوی سفير تانګ سونګ ګن او د کيريباس د روغتيا وزير هم ګډون کړی و
د مالوماتو له مخې، په دغه مرستندويه جوپه کې د ماسکونو، وقايوي جامو، کېږديو په شمول ځيني نور اړين توکي شامل وو.