چين د ځينو هېوادونو په استازيتوب د بشري حقونو د جعلي معلوماتو پر وړاندې د مخالفت غږ پورته کړ
CMG2022/03/25 17:16:29
شريکول:

په جنېوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نړيوالو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي پلاوي مختار وزير جيانګ دوان د مارچ په ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۹مه غونډه کې د شلو هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې د ځينو هېوادونو هغو کړنو ته پاملرنه واړوله، چې جعلي معلومات خپروي او د بشري حقونو په پلمه پر نورو هېوادونو بې بنسټه تورونه لګوي. هغه له بېلا بېلو خواوو څخه وغوښتل، چې د جعلي معلوماتو د جوړوونکو او خپروونکو پر وړاندې د مخالفت غږ دې پورته کړي.