امریکا د اوکراین کړکيچ ته لمن وهي
CMG2022/03/25 14:49:30
شريکول:

د روسيې او اوکراین شخړې یوه میاشت پوره شوه، خو لا هم ورته د حل لاره نه ده پيدا شوې.

د ډېرو نړیوالو شخصیتونو په اند، ناټو له اوږدې مودې راهيسې هڅه کوي، چې د اروپا د ختيځ پر لوري وخوځيږي او همدا کړنه يې د اوکراين د اوسني کړکېچ عمده سبب ګرځېدلې او لوېديځ هېوادونه په تېره بیا امریکا د دغه کړکیچ عمده مسؤلیت پر غاړه لري، خو امریکا د نړيوالو دغې نیوکې ته هېڅ غبرګون نه ښيي.

ولسمشر جوبايډن څو ورځې مخکې اروپا ته تللی او د خپل سفر په ترڅ کې يې پر روسيې یو لړ نوي بنديزونه تائيد کړي دي.

کارپوهان په دې اند دي، که امريکا او نور لویديځ ملګري هيوادونه يې د اوکراين د روان کړکېچ په درشل کې پر روسيې نور زیات بندیزونه ولګوي، نو د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکیچ به نور هم پېچلی او سخت کړي.

دا لوی حقیقت دی، چې د اوکراين کړکېچ د امریکې لخوا راپورته شوی او اوس یې نور هم لمسونه کوي او په اور تېل شيندي.

امریکا د سړې جګړې نظر لري او ناټو يې هڅولې، چې د ۵ ځلو لپاره د ختیځ پر لور خوځيدلی او په پام کې لري، چې د ختيځې اروپا ډېرو زیاتو هېوادونو ته د ناټو غړيتوب ورکړي او دغې کړنې يې د روسیې ستراتيژيکه فضا ډېره تنګه کړې ده.

روسيې څو ځلې د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په ناټو کې د اوکراین له شاملېدو سره يې کلک مخالفت څرګند کړی دی، خو امریکې د روسيې او اوکراین  کړکیچ تر رامنځته کېدو سره هممهاله هم کلکه رويه غوره کړې وه او ويلي يې وو، چې ناټو به د ختیځ په لوري ځي او دغه خوځښت به نه دروي.

د امریکا له کړنو څرګنديږي، چې د روسيې او اوکراین په کړکیچ کې یې پوره رول لرلی او اوکراين يې جنګ ته لمسولی دی.

د امریکې د کانګرس پخواني وکیل تولسي ګبارډ ويلي، چې که جوبایډن په ناټو کې د اوکراین له شاملېدو ډډه وکړي، نو د روسيې او اوکراین ترمنځ دغه کړکیچ خپله حل کیږي.

د امریکې د فوسک نیوز ویاند هم په يوې خپرونې کې ویلي، چې که امريکا د روسيې او اوکراين جنګ ته ونه لمسوي، نو دا د شخړې مخه نيول کيږي.

امريکا د نړۍ د کارپوهانو يادو نيوکو ته هيڅ غبرګون نه ښيي او حتی پاملرنه هم ورته نه کوي، ځکه امريکايي چارواکي د روسيې او اوکراین کړکیچ غواړي او خپلې ګټې پکې لټوي او د دغه کړکیچ تر رامنځته کېدو وروسته يې سمدلاسه پر روسيې یو لړ بندیزونه هم لګولي دي. په دغو بنديزونو کې پيسې، انرژي‎، چارواکي او سوداګر او حتی څاروي، هنر او موسیقي هم شامل دي.

 امریکا په عین وخت کې اوکراین ته وسلې او پوځي تجهیزات برابروي او دا جنګ نور هم تېزوي.  د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلينکن د تېرې فبرورۍ په پای کې اعلان وکړ، چې امریکا به اوکراین ته د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وسلې برابرې کړي. د امریکا ولسمشر جوبايډن د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د یو يادښت په لاسليک سره پنټاګون ته اجازه ورکړې، چې اوکراین ته د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وسلې برابرې کړي. ور پسې د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه يې پنټاګون ته دا سپارښتنه هم وکړه، چې اوکراین ته د لیرې واټن هوايي دفاعي سيسټم هم برابر کړي.

د امریکا د ولسمشر ملي امنيت سلاکار جاک سوليوان اروپا ته د جوبایډن د سفر په اړه ويلي، چې د روسیې او اوکراین کړکیچ به په اسانۍ او چټکۍ پای ته ونه رسېږي.

 د ده له وینا څخه د امریکې رښتينې موخې ښکاري، چې دغه هيواد غواړي،  د روسيې او اوکراین ترمنځ د کړکيچ له لارې روسيه وځپي، د اروپا پر وړاندې ستونزې جوړې کړي، د خپل هېواد نظامي تصديو ته ډېرې ګټې ورسوي او په نړۍ کې خپله زورواکي ټينګه کړي.

تاریخ دا ثابته کړې، چې هر څوک کړکیچونه او شخړې لمسوي، په اخر کې به يې اور د دوی تر لمنې هم رسيږي او په دغه اور کې به سوځي.