د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د
روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د مارچ په ۲۴مه نېټه ويلي، چې د
اوکراين حکومت خپلواک نه دی او همدا ټکی يې د روسيې او اوکراين تر منځ خبرو اترو کې
عمده ستونزه بللې ده.
نوموړې په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناستې کې ويلي، چې د
دواړو هېوادونو چارواکي د اوکراين د وضعيت او د دغه هېواد د بې طرفۍ او امنيتي تړون
په اړه خبرې کوي.
هغې ويلي، چې د اوکراين حکومت خپلواکه پرېکړه نه شي کولای او
امريکا د اوکراين پر خبرو او کړنو پوره کنټرول لري.
نوموړې زياته کړې، چې د
اوکراين د اوسني حکومت تش په نوم ((پرېکړه)) نه يوازې له واقعي حالاتو سره، بلکې د
اوکراينيانو له ګټو سره هم سمون نه لري.
(خبرياله: شکريه)