چين: امريکا دې پر چين اضافي ګمرکي تعرفې لغوه کړي
CMG2022/03/25 14:40:05
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ مرکچې دفتر د مارچ په ۲۳ مه نېټه وويل، چې امريکا به د چين پر ۳۵۲ ډولو توکو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تګلاره لغوه کړي.

د چين د سوداګرې وزارت وياندې شو جوی تينګ د مارچ په ۲۴ مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې دا د اړوندو توکو د عادي سوداګرۍ په ګټه ده.
هغې زياته کړې چې پر چين د امريکا د ګمرکي مالياتو يوه اړخيزه تګلاره د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټوره نه ده. په ټوله نړۍ کې اوسمهال اقتصادي چارې د بيا سمسورتيا له ستونزو سره مخ دي.
 نوموړې وويل، چې امريکا دې د دواړو هېوادونو د مصرف او توليد ګټې په نظر کې ونیسي او  پر ټولو چيني توکو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تګلاره دې لغوه کړي او خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې اړيکې دې بېرته عادي مدار ته وګرځوي.