د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګل کوناشينکوف د مارچ په ۲۴مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد کارپوهانو په اوکراين کې د بيولوژيکي وسلو د اړوندو برخو په څيړنو کې د امريکې د مستقيم ګډون نوي شواهد پيدا کړي دي.
کوناشينکوف ويلي، چې د روسيې دفاع وزارت په اوکراين کې د بيولوژيکي لابراتوارونو له کارکوونکو څخه په اوکراين کې د امريکې د بيولوژيکي د پټو نظامي فعاليتونو سندونه تر لاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړې، چې روسيه به په نژدې راتلونکې کې يو مهم سند خپور کړي او دا به اثبات کړي، چې UP-2 پلان د امريکې د پنټاګون لخوا منظور شوی دی.