د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۴ مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶ بجو او ۵۸ دقيقو پورې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱۶۹۰۰۱۶ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۴۷۴۶۵۹۶۷۴ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۴۷۱۸ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۱۰۳۳۵۵ ته رسېدلی دی.