انتونيو ګوټريس: نړيواله ټولنه دې د نړيوال کړکېچ لپاره د حل لاره پيدا کړي
CMG2022/03/25 14:44:03
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د مارچ په ۲۳مه نېټه د غلو دانو، انرژۍ او مالي بحران د مقاومت کميټې په لومړۍ غونډه کې وويل، چې نړۍ اوسمهال له سخت بحران سره مخ ده.

نوموړي وويل، چې ګڼ پرمختيايي هېوادونه د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د اقتصادي او ټولنيزې سمسورتيا د موندلو لپاره کوښښونه کوي او پر وړاندې يې سخت پولي تورم، زیات بانکي سودونه او د پور نور درانه فشارونه موجود دي او د دې ترڅنګ په پرمختللو هېوادونو کې ډول ډول نوي ستونزې هم راپورته شوې دي.

ګوټريس وويل، چې پرمختيايي او پرمختللي هېوادونه دې د اوسني بحران د حل لپاره لاره پيدا کړي.

نوموړي زياته کړې، چې که څه هم اوسنۍ نړۍ کافي غلې دانې او انرژۍ لري، خو د سختې نابرابرۍ، ويشنې او لوژ ستيکي ګډوډۍ له امله د عرضې نړيوال ځنځير د پرې کېدو په حال کې دی. نو نړيوال دې د دغو ستونزو د لرې کېدو لپاره لاس په کار او ګډ اقدامات دې ترسره کړي.
(خبرياله: شکريه)