د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن او
د روغتيا نړيوال سازمان د نري رنځ او ايډز د وقايې او درملنې ځانګړې سفيرې پنګ لي
يوان د مارچ په ۲۴مه نېټه د نري رنځ د وقايې نړيوالې ورځې د لمانځنې په ويډيويي
غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړې په خپله وينا کې وويل، چې په ګرده نړۍ کې د
توبر کلوز د وقايې او درملنې چارو د روغتيا نړيوال سازمان او نړيوالو ټولنو د ګډو
کوښښونو په رڼا کې په دې وروستيو کلونو کې ډېر وده او پرمختګ کړی.
د چين حکومت د
توبر کلوز د وقايې او درملو چارو ته ډېر اهميت ورکوي او دغه چاره يې د ((روغتيايي
چين)) په ستراتېژۍ کې هم شامله کړې او په دې برخه کې ځانګړي لګښتونه کوي.
چين پر
نري رنځ د اخته کسانو وړيا درملنه کوي او د خپلو اقداماتو په مټ يې په هيواد کې پر
توبر کلوز د اخته ۹۰ سلنه ناروغانو درملنه یې کړې ده.
د چين حکومت د کرونا وبا د
خپرېدو په درشل کې د يادو ناروغانو د درملو د ساتلو لپاره غوره اقدامات کړي
دي.
(خبرياله: شکريه)