وانګ يي له ملا عبدالغني برادر سره وکتل
CMG2022/03/25 14:04:16
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۴مه نېټه په کابل کې د افغانستان د سرپرست حکومت له مرستيال صدراعظم ملا عبدالغني برادر سره وکتل او په يو لړ مسئلو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

برادر ويلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت په کابل کې د چين سفارت د پاتې کېدو ستاينه کوي او دا د دواړو هېوادونو تر منځ د ټينګو اړيکو ښکارندويي کوي.

نوموړي ويلي، چې افغانستان له چين سره دوستۍ ته ارزښت ورکوي او چين ستايي، چې له افغانانو سره يې مرستې کړي او په تېره بيا د کرونا وبا ضد چارو کې يې پوره همکاري ورسره کړې او افغانانو ته يې اړينې بشري مرستې برابرې کړې دي.

هغه هيله ښودلې، چې چين له افغانستان سره د اقتصاد او تجارت، د انرژيو او کانونو استخراج، کرهنيزو چارو، استعداد لرونکو کسانو د روزنو په شمول ځينو برخو کې همکارۍ وکړي او افغانستان به چين ته ښه توليدات صادر کړي.

نوموړي د چيني تصديو هرکلی کړی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ملا برادر زياته کړې، چې افغانستان ځانګړی جغرافيايي موقعيت لري او د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې به برخه ولري او د دې سيمې د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ پل به وګرځي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې افغان ملګري هميشه وايي، چې چين د افغانستان يوازينی لوی هېواد دی، چې پر افغانستان يې تېری نه دی کړی او مونږ هم غواړو او وياړو، چې له افغانستان سره عنعنوي دوستۍ ته دوام ورکړو او په سوله کې د ګډ ژوند ذ پنځه ګونو اصولو پر اساس له افغانستان سره عادي او دوستانه اړيکې ټينګې کړو.

چين د افغانستان د سرپرست حکومت چارې څاري او ستايي يې، چې د سولې او بيا رغونې لپاره هڅې کوي او د نړيوالو د پاملرنې د راجلبولو په پار یې يو لړ فعال تدبيرونه غوره کړي دي.

وانګ يي هيله وښوده، چې طالبان د ټولشموله حکومت، سياست او ثابتې حکومتوالۍ لپاره کوششونه وکړي، د ښځو او ماشومانو حقونه او ګټې خوندي کړي او نړۍ ته خپل زغم او مهربانه رويه وښيي.

چين د افغانستان د هغې کړنې ستاينه کوي، چې هیڅ بهرنيو ځواکونو ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو پر ضد وکاروي او یا د نورو هيوادونو امنیت وګواښي.نوموړي هيله وښوده، چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي او دا به له نړۍ سره د افغانستان د ډيپلوماتيکو چارو لپاره ښه زمېنه برابره کړي.