سیاسي شنونکي: اسلامي نړۍ دې افغان ولس ښه وپېژني او په عملي ډول دې له افغانانو سره مرسته وکړي
CMG2022/03/26 11:14:42
شريکول:

د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا دوه ورځنۍ ۴۸مه غونډه د مارچ په ۲۲مه نېټه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې پرانيستل شوه او ګډونوال يې د سيمه ييزو او نړيوالو امنيتي حالاتو، د 

ترهګرۍ ضد مبارزې او دواملرونکي پرمختګ په شمول، موضوعاتو ته پاملرنه کوي.

د افغانستان سرپرست حکومت هم دغې غونډې ته يو پلاوی لېږلی او د نورو هېوادونو له استازو سره يې د نظريو تبادلې کړې دي.دغه راز د چين د بهرنيو چارو وزير په لومړي ځل په دې غونډې کې ګډون او وینا وکړه. د دې غونډې په اړه د چين د سي اېم جي خبريالې د افغانستان له مشهور سياسي شنونکي حمدالله هوتک سره مرکه وکړه.هغه وويل چې د اسلامي همکاريو سازمان ۴۸مه غونډه په اسلام اباد کې پیل شوه، چې دا به د افغانستان د حکومت د څرنګوالي لپاره يا د پشتوانې لپاره اويا هلته د بشري حقوقو او د انسانانو د مرستو لپاره يوه غونډه وي.  هوتک زیاته کړه، چې اسلامي نړۍ بايد د افغان ولس پر وضعیت ښه پوه شي او په عملي ډول دې له افغانانو سره کومک وکړي.د دې ترڅنګ هغه همدارنګه ويلي، چې چين  په دې غونډې کې د ګډون له لارې به له اسلامي هېوادونو په تېره بيا له افغانستان سره اړیکې لا نژدې  کړې.

دغه غونډه په دې وروستيو ورځو کې تر سره شوه چې عمده موضوع يې د يووالي، عدالت او پرمختګ د موخو تر سره کول دي. خو څنګه د اسلامي نړۍ په دننه کې يووالی وساتل شي او عدالت او پرمختګ رامنځته شي، د ښاغلي هوتک په اند د اسلامي نړۍ مشران دې د اسلامي هېوادونو پر ولسونو ښه پوه شي او د افغانستان په شمول له جکړه ځپلو هېوادونو سره کومک او مرستې دې په عملي ډول وکړي. هغه وويل چې اسلامي نړۍ دې د افغان خلکو پر مقصد ښه پوه شي او په دې ستونزمن حال کې دې له افغانانو سره خواخوږي ولري او د افغانستان اوسنی حکومت دې په رسميت وپېژني. افغانستان د دې هر کلی کوي، چې هره غونډه چې له افغانانو سره د مرستې او کومک لپاره جوړيږي، په عملي ډول تر سره شي، نه د خبرو له لارې. داسې غونډې د افغانستان لپاره په درد نه خوري.

په تېرو څو لسيزو جګړو کې افغانانو ډېر غمونه  لیدلي دي او د نورو هېوادونو په پرتله سوله لا ډېره غواړي. د افغانستان سوله او ثبات نه يوازې د سيمې، بلکې د نړۍ لپاره ډېر مهم اهميت لري. د پاکستان صدراعظم عمران خان په يادې غونډې کې ويلي، چې د افغانستان سوله او ثبات د نړۍ لپاره ډېر مهم دی او يو ثابت افغان ريژیم به له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ګټور وي. افغانستان يو داسې هېواد دی، چې جغرافيايي مقام يې ډېر مهم دی، نو امنيت او ثبات يې نه يوازې پر سيمې، بلکې پر نړۍ اغېزه کوي. ښاغلي هوتک وويل، ويلې مو دي چې د افغانستان امنيت د ګاونډيو لپاره او د نړۍ لپاره امنيت دی، که په افغانستان کې امنيت نه وي، نو نړۍ به هم نا امنه وي، خو له مونږ سره تر اوسه دغه حقيقت چا نه دی  منلی، په دې کې شک نشته چې اباد، ازاد، سرلوړی، سوکاله افغانستان اول د ګاونډيو او بیا د ټولې نړۍ په ګټه دی، همدارنګه د افغانستان په تاريخ کې افغان حکومتونو هېچا ته دا اجازه نه ده ورکړې چې له خپلې خاورې نه نورو ته زيان ورسوي.

چين د افغانستان نېک ګاونډی هېواد دی او د بهرنيو چارو وزير يې په لومړي ځل په دې غونډه کې ګډون کړی، چې دا به د افغانستان په شمول له اسلامي هېوادونو سره د اړيکو د لا نژديوالي لپاره ښه زمينه برابره کړي. ښاغلي هوتک وويل، چې د ټولې دنيا مسلمانان او بالخصوص افغانستان او ټول ولس له چين سره ډېره سابقه دوستي لري، د چين له هيواد او خلکو څخه يوه نړۍ مننه کوو، چې د تاريخ په اوږدو کې په ټولو سختو شرایطو کې د افغان ولس سره خپل کومک جاري ساتلی دی، چين چې د اسلامي سازمان په ۴۸مه غونډه کې په اسلام اباد کې ګډون وکړ، هيله لري چې د ټولې نړۍ له اسلامي بلاک سره ځان نږدي کړي، اسلامي هيوادونو سره ځان نژدې کړي. اسلامي هيوادونه د چین له هيواد او خلکو څخه ښې خاطرې لري او هم د چين وګړي له مسلمانانو څخه ښې خاطري لري. د دې ترڅنګ چين هم هڅه کوي، چې خپلې تجارتي اړيکې له اسلامي هيوادونو سره  پیاوړې کړي او بالخصوص له افغانستان سره ډېر نږدي شي. چين دا وښودله چې زه د افغانستان او ولس سره زړه سوی هم لرمه  او دوستي هم لرمه او غواړمه چې د افغانستان ولس او حکومت سره په هر ډول سختو شرایطو کې کومک وکړم. مونږ له چين څخه يوه نړۍ مننه کوو.