شي جين پينګ د بريټانيا له صدراعظم سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/26 10:49:23
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۵مه نېټه د بريټانيا له صدراعظم بوريس جونسن  سره ټليفوني خبرې وکړې.

 هغه دې ته اشاره وکړه، چې روان کال د چين او بريټانيا ترمنځ د سفيرانو په کچه د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. له نيمې پېړۍ راهيسې که څه هم د چين او بريټانيا ترمنځ اړيکې له ستونزو سره مخ دي، خو په  عمومي لحاظ يې پرمختګ موندلی دی. تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ نوی ريکارډ جوړ کړی او په بريټانيا کې د چين د پانګونو اندازه دوه چنده زياته شوې ده. بريټانوي تصديو په فعاله توګه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې ګدون کړی او کوي يې.  د بريټانوي پلازمينه لنډن په نړۍ کې د ژون مين بي يوانو تر ټولو لوی معاملوي مرکز ګرځېدلی دی.

ده زیاته کړه، چې دواړو هېوادونو د نړيوال پرمختګ او اقليمي بدلون په برخو کې يو له بل سره همغږي او همکارۍ کړې او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره یې مثبت خدمتونه کړي دي.

بوريس جونسن ويلي، چې د بريټانيا او چين ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې دي او دوه اړخيزې سوداګرۍ چټکې شوي دي. دواړه هېوادونه د ډېرو مسئلو په هکله ګډې ګټې لري او ډېر همکاريز فرصتونه لري. بريټانيا غواړي، چې له چين سره صميمي دیالوګ وکړي او همکاري پياوړې کړي او دغه راز دې د سوداګرۍ، اقتصاد، د اقليمي بدلون او بيولوژیکي تنوع په شمول ډېرو برخو کې خپلمنځي همغږي  زیاته شي.

 د دې ترڅنګ د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراين وضعيت په هکله هم د نظريو تبادلې وکړې.

 (غاټول)