شي جين پینګ د کوريا جمهوريت له نوی ولسمشر يونګ سيوک يول سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/26 10:55:03
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۵مه نېټه د کوريا جمهوريت له نوي ولسمشر يونګ سيوک يول سره ټليفوني خبرې وکړې او په ټليفوني خبرو کې يې ورته بيا مبارکي وویله.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې اوس مهال نړيواله ټولنه له ډېرو ننګونو سره مخ ده. چين او د کوريا جمهوريت د سيمه ييزې سولې او د نړيوالې سمسورتيا د پرمخبېولو په برخه کې مسؤليت لري. چين غواړي له کوريا جمهوريت سره يو ځای د نړيوالو او سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا او د نړيوالو صنعتي ځنځيرونو د تضمين لپاره ډېرې هڅې وکړي تر څو د م.م په محور نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظام وساتل شي او لا عادلانه او معقول نړيوال اداري سيستم جوړ شي.

يونګ سيوک يول په بریالي ډول د چین د دوو ملي غونډو د جوړېدو په اړه رئیس شي جین پینګ ته مبارکي وویله.

هغه زياته  کړه، چې د کوريا جمهوريت او چين ترمنځ د همکاريو پياوړتيا د دواړو هېوادونو د پرمختګ او د خلکو د ګټو لپاره ګټوره ده او د ختيځې اسيا د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره به خدمتونه وکړي.

ده وویل، چې د کوريا جمهوريت غواړي له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ زيات کړي او د ولسونو ترمنځ دوستي ټينګه کړي، تر څو دوه اړخيزې اړيکې پرمخ لاړ پیاوړې شي.

(غاټول)