د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۵ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وویل، چې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ۲۴ مه نېټه له افغانستان څخه کتنه وکړه او د دغه هېواد د سرپرست حکومت له مرستيال صدراعظم ملا عبدالغني برادر او د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي سره يې خبرې اترې وکړې.
دا لومړی ځل دی، چې په تېر کال کې په افغانستان کې له سياسي بدلونونو وروسته د چين د بهرنيو چارو وزير دغه هېواد ته سفر وکړ. دغه سفر په افغانستان کې د بيا رغونې او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري.