اړتيا نه شته، چې ناټو بېرته نړيوال ډګر ته راشي
CMG2022/03/26 10:21:34
شريکول:

ناټو پر ځايي وخت د مارچ په ۲۴مه نېټه په خپل رسمي ويبسايټ کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د امريکا او اروپا د مشرانو د ګډون په اړه يو عکس خپور  کړی. له دغه عکس څخه  څرګندیږي، چې پخوانۍ ناټو  بېرته نړيوال ډګر ته  راستنه شوې. د امریکا ولسمشر جو بايډن له دغې سرمشريزې غونډې وروسته اعلان کړی، چې ناټو د پخوا په شان  یوقوي اتحاد دی.

خو ناټو په حقيقت کې لا هم په نړۍ کې تر ټولو لويه نظامي ګډه ټولنه ده، چې له ناقانوني بحران او زياتو کورنيو توپيرونو سره مخ  ده. دا اړتيا نه شته، چې د سړې جګړې له امله رامنځته شوې ناټو  بېرته نړيوال ډګر ته راشي.

د امريکا  لپاره ناټو د سياسي ګروپ د جوړولو او د تسلط او بادارۍ د ساتنې نظامي وسيله ده، خو د امريکا او اروپا تر منځ توپيرونه دا ثابتوي، چې ناټو نه شي کولی له امريکا سره مساوي ګامونه پورته کړي.

د بېلګې په توګه، که څه هم امريکا او اروپا دواړه د روسيې په وړاندې سخت دريځونه غوره کوي، خو د اروپا په هکله که د اوکراين بحران په سوله ايزه توګه حل شي، د انرژيو خونديتوب ساتل کېږي. البته امريکا هم په دې پوهيږي، خو د اروپا اندېښنو ته پاملرنه نه کوي. امريکا يوازې غواړي د اوکراين بحران په اور تېل وشيندي، تر څو اوبه خړوي او کبان ونيسي.

امريکا د نړۍ مشري نه شي کولی، اروپا د اروپايانو ځايونه دي. اوسمهال د روسيې او اوکراين تر منځ کړکېچ څه باندې يوې مياشتې ته اوږد شوی.  ډېر کسان فکر کوي، چې د اوکراين بحران څنګه رامنځته شوی؟ د اوکراين بحران پاروونکې امريکا اوسمهال د دغه بحران د حلولو  تصمیم نه لري او لا هم په دې بحران  کې خپلې ګټې لټوي. اروپا څنګه پر دغه ډول امريکا باور ولري؟