د هوا لونګ لومړۍ نمبر پروژه د چين د ذروي برېښنا د توليدولو نوې نمونه ګرځېدلې ده
CMG2022/03/26 10:33:48
شريکول:

د ذروي برېښنا توليد چارې ډېرو لوړو او نويو تېکنالوژيو ته اړتيا لري، چې د يو هېواد د جامع توان او رقابت ښکارندوی  دي. په چين کې د هوا لونګ لومړۍ نمبر نمونوي پروژې آبادي د ذروي برېښنا د توليدي چارو د ځنځير، د اړوندو تخنيکي چارو او د عنعنوي چارو د نوښت هڅونه  کړې، چې د اړوندو تاسیساتو جوړولو او په خپله د ساينس او تېکنالوژيو د نوښت توان د لوړتيا لپاره مهم انجن  برابر کړی دی.

د هوا لونګ لومړۍ نمبر پروژه د چين لخوا په خپله  جوړه شوې د ذروي برېښنا د دريم نسل تېکنالوژي ده او د پوهنې د مالکيت پوره حق یې لري.

د معلوماتو له مخې، چين له ارجنټاين سره د هوا لونګ لومړۍ نمبر پروژې د ډيزاین، اخيستلو او عملي کولو قرارداد لاسليک کړی دی. برسېره پر دې، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې زيات شمېر هېوادونه او سيمې د هوا لونګ لومړۍ نمبر پروژې ته ډېره پاملرنه کوي. دغه پروژې په نړۍ کې هغو هېوادونو ته ، چې د ذروي برېښنا توليدولو پلان لري، يوه مهمه ټاکنه برابرې کړې ده.