په امريکا کې پر انفلونزا د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی
CMG2022/03/27 14:20:59
شريکول:

د امريکا د سي اېن اېن مطبوعاتي شبکې خبر ورکړی چې په دې وروستيو ورځو کې په امريکا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر د پخوا په پرتله لږ څه کم شوی، خو پر انفلونزا د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی. د خبر له مخې د امريکا د ناروغيو د مخنيوي او کنټرول مرکز د مارچ پر ۲۵مه نېټه د انفلونزا په اړه يو تازه راپور خپور کړی چې له مخې يې د امريکا په زياتو سيمو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او په تېرو دوو اوونيو کې په روغتونونو کې د بستر شويو وګړو په شمېر زیاتوالی راغلی وو. د دې هېواد د اوريګون ایالت د روغتيايي چارو چارواکي په دی اند دی چې پر انفلونزا د اخته کسانو د شمېر زياتوالی د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تګلارې له لغوه کېدو سره تړاو لري.

(غاټول)