د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ پر ۲۶مه نېټه د پولنډ په پلازمينې وارسا کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو په هکله وينا وکړه او په کښې يې وويل چې ناټو يو دفاعي اتحاد دی، خو اوکراين د ناټو غړی هېواد نه دی، نو ځکه امريکا به په يادو شخړو کې مستقيمه نظامي لاسوهنه ونه کړي. هغه زیاته کړه چې په اروپا کې د امريکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو موخه له روسي پوځ سره جګړه نه، بلکې د ناټو د غړو او ملګرو هېوادونو ساتنه ده.
سربېره پردې جوبايډن په خپلې وينا کې څو څو ځلې پر روسيې نيوکه وکړه او ويې ويل چې دوی دې د اوږدې مودې جګړې لپاره تيارياني ونيسي.