د اوکراين ولسمشر ولاډيمير زلنسکي د مارچ پر ۲۶مه نېټه د قطر په دوحې فورم کې یوه ويډيويي وينا وکړه او پکې يې وويل چې روسيې د خپلو پوځي عملياتو له لارې د اوکراين بندرونه کلابند کړی چې دا نورو هېوادونو ته د اوکرايني کرنيزو توليداتو پر صادراتو منفي اغيزه کړې ده. که د روسيې د يادې کړنې مخنيوی ونه شي، نو په نړۍ کې به اقتصادي بحران رامنځته شي. په ورته وخت کې هغه د قطر په شمول د خليج له هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته د نفتو او ګازو صادرات زيات کړي تر څو پر روسيې انرژيو د اورپا تکيه کمه شي.
(غاټول)