روسيه غواړي چې له امريکا سره ديالوګ وکړي خو امریکا چمتو نه ده.
CMG2022/03/27 14:21:55
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا د مارچ پر ۲۶مه نېټه ويلي چې روسيه غواړي له امريکا سره مساوي ديالوګ وکړي، خو امريکا په دې اړه چمتو نه ده.

په همدې ورځ د روسيې د ولسمشر مصبوعاتي سکريتر پيسکوف ويلي چې د امريکا ولسمشر جو بايډن له پولنډ څخه د ليدنې په موده کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين پر وړاندې توهينونکې څرګندونې وکړې چې له دې کبله د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو امکانات کم شوي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا دا هم ويلي چې د امريکا د بېلا بېلو کچو استازو په دې وروستيو کې وغوښتل چې له روسيې سره د اړيکو د خرابولو پړه له منځه يوسي. ماریا زاخارووا زیاته کړه چي امريکا تل پر روسيې د تورونو له لګولو سره عادت شوې او ويې ويل چې روسيه دې له اوکراين سره د جګړې د سختېدو پړه پر غاړه ولري. هغې وویل روسيه غواړي له امريکا سره مساوي دیالوګ وکړي او په يو لوري ګامونه پورته کړي تر څو له امريکا سره تړون لاسليک کړي، خو امريکا په دې اړه چمتو نه ده او په دې هېواد کې يې د روسي ارګانونو د کارونو د تر سره کولو لپاره ډېر خنډونه جوړکړي دي. روسيې پر امريکا غږ وکړ چې د يادو کړنو بده نتيجه دي، تر غور لاندې ونيسي.