په عراق کې به د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي
CMG2022/03/27 15:02:22
شريکول:

د عراق ملي پارلمان د مارچ پر ۲۶ مه نېټه په دغه هېواد کي د راروانو ولسمشریزو ټاکنو د څنډ په اړه يوه غونډه تر سره کړه. په غونډه کې د حاضرو وکيلانو شمېر قانوني معيار نه پوره کاوه، تر څو د ولسمشریزي ټولټاکنې ټاکل شوي نېټې وځنډوي.

د عراق ملي پارلمان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد پارلمان ۲۰۲ غړو د همدې ورځې په غونډه کې ګډون وکړ او په غونډه کې د حاضرو وکيلانو شمېر قانوني معيار نه پوره کاوه.