امريکا نه يوازې په اوکراين کې بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي
CMG2022/03/27 14:47:24
شريکول:

په دې وروستيو کې د اوکراين په دننه کې د امريکا پټ بيولوژيکي لابراتوارونه موندل شوي، چې د زياتو شواهيدو له مخې، امريکا په اوکراين کې پوځي بیولوژيکي فعاليتونه تر سره کوي. د امريکا په دننه او دباندې کې د بيولوژيکي لابراتوارونو شمېر زيات دی، خو دومره زياته توجه یې نه دی جلب کړې. له علنی معلوماتو سره سم امريکا په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ بيولوژيکي لابراتوارونه کنټرول کړي، چې د ناسمو حرکتونو له امله د ويروس د خپرولو پيښې کله کله رامنځته شوی، خو امريکا په دې اړه هيڅکله معقول توضيحات نه دی ورکړی. 

د اوکراين په داسي بحراني حال کې هلته د امريکا لابراتوارونه نه شي پټېدلای. په دغو لابراتوارونو کې د روسيې لخوا د نيول شويو سندونو له مخې د امريکا دفاع وزارت په اوکراين کې يو لړ پټ نظامي بيولوژيکي فعاليتونه تر سره کړي دي. د دغو سندونو د خپرېدو سره سم د امريکا  کثيف او حيرانونکي  بيولوژيکي پلان افشا شوی.

په حقيقت کې امريکا د نړۍ په زياتو هېوادونو، په تېره بيا وروسته پاتي هېوادونو کې د بيولوژيکي وسلو په جوړولو لګيا ده. د بيلګې په توګه په افغانستان کې هم بيولوژيکي لابراتوارونه شته دي. د افغانستان د سياسي چارو شننونکي امين الله احساس ويلي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان خاوره تقریباً په یو ډول د امریکايي وسلو، امریکايي نویو ټکنالوژيکو وسلو لپاره د لابراتوار په توګه وکارول شوه، که موږ او تاسو په توره بوړه کې، په شاهي کوټ کې، په جلال اباد کې، په کندهار کې، په هلمند کې که موږ او تاسو د جګړې برخه مطالعه کړو، دلته کیمیاوي وسلې وکارول شوې، بیولوژیکي وسلې وکارول شوې او ځینې داسې وسلې وکارول شوې چې هلته یې خلک له مختلفو ناروغیو سره مخ کړي دي، محیط زیست یې خراب کړی دی، په هغو سیمو کې چې امریکایانو دا ډول وسلې کارولې دي، هغه خلک له مختلفو ناروغیو سره مخامخ دي، حتی هلته له موره نوي زېږېدونکي ماشومان یا په شکلي ډول بدل دي یا په ځینو نورو خطرناکو ناروغیو لکه د زړه سوري، تنفسي او د زړه په ناروغیو اخته دي.

امريکا د افغانستان په ځينو ځايونو کې بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ او کيمياوي او بيولوژيکي وسلې يې استفاده کړی، چې د زيات شمېر افغانانو لپاره راز نه دی. امريکا په ۲۰۲۱ م کال کې له افغانستان څخه خپل پوځونه ايستلي، چې په هغه وخت کې په دغه هېواد کې د امريکا د بيولوژيکو ځانګړتياوو د ډېټا زيرمه د طالبانو لخوا نيول شوې وه. که څه هم امريکا سمدستي د دغه ډېټا زيانونه پر طالبانو واچول او ويلي يې دی، چې امکان شته چې طالبان به د دغه ډيټا له لارې د افغانانو امنيت ته زيانونه ورسوي. خو ټولو ته معلومه ده، چې طالبان په لنډ وخت کې د دغه ډيټا د کارولو تېکنالوژۍ نه لري. خو برعکس امريکا په افغانستان کې د افغانانو د ويني، د سترګو د اريسس برخو او د مخ د ځانګړتياوو په شمول حساس بيولوژيکي معلومات يې د بد نیت په موخه راغونډ کړی.

د معلوماتو له مخې، امريکا د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي، چې يو عمده پلان دا دی، چې د يو نژاد د ارثي چارې څيړنې کوي، تر څو د دغه نژاد په وړاندې د نوي نسل بيولوژيکي وسلې جوړي کړي. په دې وروستيو ورځو کې د ويتيرانسټوډې (Veteranstoday) په ويبسايټ کې يوه ليکنه خپره شوه، چې نوم يې (د امريکا د بيولوژيکي جنګ په وړاندې: د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بايډن ته پرانيستي پيغام) دی. د دغه متن ليکوونکي د امريکا حکومت ته يو لړ پوښتنې وړاندې کړې او په دې جمله کې لسمه پوښتنه دا ده، چې امريکا يو ځل ويلی، چې دغه هېواد په څو ورځو کې د افغانستان ټول ولس وژلای شي او افغانستان له ګردې نړۍ څخه له منځه وړلای شي، خو ذروي وسلې به ونه کاروو، په لسو ورځو کې به دغه کار ختم شي. تاسی څنګه دغه خبرې وړاندې کړې؟ بيولوژيکي وسلې ښايي چې يوازينۍ ټاکنه وي. دغه پوښتنه بيخي د خلکو احساسات را پاروي.

په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې پر کريميا او کانګو د هيمورهيجيک تبه (hemorrhagic fever) ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۳۷ ته رسيدلی، چې ۴۱ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړ شول. افغانستان د امريکا د پنټاګون لخوا د بيولوژيکي لابراتوارونو د جوړولو له پلان څخه يو هېواد دی. پنټاګون په افغانستان او ګرجستان کې د دغه پلان لپاره همکاريز شرکت لري، نو په دغو دواړو هېوادونو کې د يادې ناروغۍ وبا رامنځته شوې.

امريکا تل د بيولوژيکي وسلو د مخنيوي په تړون کې د پلټنې په ميکانيزم کې ګډون ردوي، خو په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات بيولوژيکي لابراتوارونه امریکا جوړ کړی. په زياتو ځايونو کې د بيولوژيکي لابراتوارونو په شاو خوا کې د نا معلومو ناروغيو وبا رامنځته شوي، خو د امريکا د باداري له امله پلټني نه شي کيدلای. خو پوښتنه داده چي، د نړيوالې ټولنې د شکونو په وړاندې د امريکا بيولوژيکي لابراتوارونه په پرانيستي ډول پلټنې منلی شي؟