د نيپال ولسمشرې د چين له خارجه وزير وانګ يي سره وکتل
CMG2022/03/28 10:58:08
شريکول:

د نيپال ولسمشرې ويديا ديوي بندري د مارچ په ۲۷مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه کتمندو کې د چین د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.

بندري په خپلو خبرو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او ويلي يې دي، چې په ۲۰۱۹م کال کې له نيپال څخه د شي جين پينګ ليدنې هغې ته ډېره ژوره خاطره وربښلې ده. نوموړې ويلي، چې د نيپال او چين ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري او نيپال به تل له چين سره دوستانه اړيکو ته وده او د يو چين پېژندلو پر اصل به ټينګار وکړي. بندري زياته کړې، چې نيپال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، له زلزلې وروسته د بيا رغونې او د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخو کې د چين له مرستو څخه مننه کوي. نيپال غواړي‌ له چين سره يو ځای ګډې موافقې پلي‌ او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

وانګ يي د خپلو خبرو په پيل کې ولسمشرې بندري ته د شي جين پينګ سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې، نوموړي وويل، چې چين او نيپال تل يو له بل څخه ملاتړ کړی او د کوچني او لوی هېواد ترمنځ د عادلانه او متقابل درناوی پر بنسټ يې د همکاريو ښه بېلګه جوړ کړې ده. چین د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او له نيپال څخه به ملاتړ ته دوام ورکړي، چې خپل ملي حاکميت او ملي وقار خوندي او د خپلو ګټو له مخې د پرمختګ لار غوره او خپلواکي کورنۍ او بهرنۍ پاليسې پلي کړي. نوموړي ويلي، چې چين غواړي له نيپال سره خپلمنځي دوستي ژوره کړي او متقابلې مرکزي ګټې خوندي‌ کړي.