د پخوانۍ ناټو بیا راتګ اړين دی؟
CMG2022/03/28 15:06:07
شريکول:

ناټو د مارچ په ۲۴مه نېټه په خپله ویبپاڼه کې د دې سازمان په سرمشریزه غونډه کې د امریکا او اروپا د مشرانو یو عکس خپور کړی دی.

د امریکې ولسمشر جوبایډن تر يادې سرمشریزې غونډې وروسته اعلان کړی، چې ناټو د پخوا په څېر پیاوړې او متحده ده.

ايا د بایډن دا خبره حقیقت لري؟

ناټو د نړۍ د تر ټولو لوی پوځي اتحاد په توګه، په دننه کې لوی درزونه او سخت اختلافات لري. د کاناډا هامیردون د جګړې ضد سازمان مشر کن ستون وايي، چې ناټو د امريکا په مشرۍ یو تېری کوونکی نظامي سازمان دی او د ناټو له منشور سره سم، د دغه سازمان موجوديت ته هیڅ اړتيا نه لیدل کیږي.

ناټو د امریکا لپاره د بلاک سیاست د ښکیلتیا یوه مهمه وسیله او د تسلط ساتلو نظامي وسیله ده، خو د ناټو په دننه کې د متحده ایالاتو او اروپا ترمنځ د سختو توپیرونو او اختلافاتو له امله حالت بل ډول دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دوه کاله مخکې ویلي وو، چې د ناټو سازمان مغز فلج شوې او په دې وروستيو ورځو کې یې يو ځل بیا دغه ادعا کړې ده.

د اوکراین کړکیچ يې يوه بېلګه راوړو. که څه هم امریکا او اروپا موافقه کړې، چې د روسيې پر وړاندې به سخته رویه غوره کوي، خو د دواړو خواوو په ګټو کې ډېر توپيرونه ليدل کيږي، ځکه روسيه اروپايي هيوادونو ته په لویه پیمانه انرژي برابروي او اروپا ته يې له تېرو څو کلونو راهیسې په ډېره لويه پیمانه طبیعي ګاز، پيټرول او سکاره ورکوي، چې په جلا جلا توګه په سلو کې ۴۰، ۲۷، ۴۶ سلنه نیسي.

کله چې امریکې د روانې میاشتې په سر کې له روسيې څخه د انرژۍ پر واردولو بنديزونه اعلان کړل، نو اروپايي ټولنه ورپسې ونه ګرځېده، خاموشه پاتې شوه او امریکې ورسره ژمنه وکړه او تړون يې ورسره لاسلیک کړ، چې اروپايي ټولنې ته به د روان کال تر پایه پورې د ۱۵ میلیارډو مکعب مترو په اندازه طبیعي ګاز ورکړي، خو دا د اروپا اړتیا نه شي پوره کولای.

د اروپا د انرژۍ امنیت لپاره باید د اوکراین کړکيچ ته ډېر ژر سوله ييز حل وموندل شي، امریکا هم په دې ښه پوهېږي، خو د اروپا د پاملرنې وړ موضوع ته هېڅ توجه نه کوي. د ناټو په ياده سرمشريزه غونډه کې یو لړ پرېکړې شوي، چې اوکراین سره به نظامي مرستو ته دوام ورکوي، د بالتیک سمندر سواحلو، ختیځې اروپا او بالکان ټاپووزمۍ کې به پوځي ترتیبات پیاوړي کوي.

د ناټو په یادو کړنو سره به د روسيې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه نور هم سخته او دغه کړکيچ به نور هم وغځيږي او بې له شکه دغه چاره د اوکراینیانو لپاره ډېره سخته ده او په ټولې اروپا به هم بدې اغېزې وکړي.

امریکا د اوکراين کړکیچ لمسوي او ځان په لوېديځ کې لارښوونکی بولي او پر خپلو ملګرو يې فشارونه اچولي، چې پر روسيې هراړخيز بندیزونه ولګوي.

د امريکې موخه دا ده چې اروپا هم په جګړې کې ښکېله کړي او د خپلو ګټو یوه وسیله يې وګرځي. د بريتانیې د پارلمان پخواني غړی جارج ګلوې وايي، چې امریکا غواړي اوکراین په جګړه کې تر وروستۍ وینې وکاروي، خو په عین وخت کې دا نیت هم لري، چې اروپايي هيوادونه هم په دغه کړکېچ کې داسې ونښلي، چې بیا یې خلاصون ګران شي.

نوموړی زياتوي، چې امریکا په حقیقت کې نړۍ ته ښه لارښوونه نه کوي او اروپايي هيوادونه باید د اروپایانو لخوا اداره شي.

د روسيې او اوکراین شخړې یوه میاشت پوره شوه، امریکا اوسمهال د اوکراین کړکیچ د سوله ييز حل لپاره هېڅ صمیمي رویه نه لري، بلکې خپلو ګټو پسې لالهانده ده او نور هيوادونه په جنجالونو او شخړو کې راګیروي.

نو ایا امریکا د نړۍ او خپلو ملګرو هيوادونو لپاره د باور او اعتماد وړ ده؟