د چين د کمونېشت ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د مارچ د ۲۸ مې نېټې په ماسپښين يوه غونډه تر سره کړه او په وروستيو ورځو کې اړوند کارونه يې پکې ارزیابي کړي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ او د ياد سياسي بيورو غړو د غونډې په پېل کې د چينا اېسټرن الوتکې د لوېدو په پېښې کې د وژل شويو کسانو په وير چوپتیا غوره کړه.
د چېنا اېسټرن یوه الوتکه د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه د چين په ګوانګشي کې ولوېده، چې له امله یې ټوله سورلې او عمله ووژل شوه.
(مينه)