د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان د مارچ په ۲۶مه نېټه په خپله ټلويزيوني وينا کې ويلي، چې د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د مذاکراتو اړوندې خواوې اټومي تړون ته نژدې شوې، خو د يو څو مهمو مسئلو په تړاو لا هم توپيرونه لري.
نوموړي ويلي، چې د امريکا افراطي غوښتنو د اټومي تړون پر وړاندې لوی خنډونه جوړ کړي دي.
عبداللهيان زياته کړې، چې يادو مذاکراتو پر ايران باندې د بنديزونو د لېري کولو په برخه کې مهم پرمختګ کړی دی. که امريکا ښه نيت وښيی، نو بايد پر ايران باندې خپل بنديزونه لېري کړي او ايران به د امريکا له پياوړې ژمنې پرته اټومي تړون لاسليک نه کړي او له خپلو اټومي لاسته راوړنو څخه به لاس وانخلي.