د روسیې او اوکراین مرکچي پلاوي به روانه اوونۍ د خبرو اترو نوی پړاو پېل کړي
CMG2022/03/28 15:08:53
شريکول:

 د روسيې او اوکراين مراکچي پلاويو د مارچ په ٢٧مه نېټه ويلي، چې دواړه خواوې به د اوکراين د وضعيت په اړه روانه اوونۍ مخامخ خبرې ترسره کړي.

د روسيې د مرکچي پلاوي مشر او مرستيال ولسمشر مکينسکي د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د روسيې او اوکراين مرکچي پلاويو په همدې ورځ د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې اترې کړي او پرېکړه يې کړې، چې د روانې مياشتې په ۲۹مې نېټې به دوه ورځنۍ مخامخ خبرې وکړي، خو نوموړي دا نه دي ويلي، چې ياد پلاوي به په کوم ځای کې سره وویني.

 

د اوکراين د مرکچي پلاوي غړي الهاميا د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د اوکراين او روسيې د مرکچي پلاويو د خبرو اترو نوی پړاو به د روانې مياشتې له ٢٨مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په ترکيه کې تر سره شي.

د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ هم خبر ورکړی، چې ولسمشر رجب طيب اردوغان په همدې ورځ له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره خبرې کړي او موافقه يې کړې، چې د روسيې او اوکراين د خبرو اترو نوی پړاو به د ترکيې په استانبول ښار کې تر سره شي.