چین او د ملګرو ملتونو کډوالو پروګرام افغانستان ته بشري مرسته وسپارله
CMG2022/03/28 15:07:57
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د جنوب او جنوب همکارۍ صندوق او د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرام د مارچ په ۲۷مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان سرپرست حکومت ته بشري مرسته وسپارله.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو او د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرام د عالي کمیشنرۍ سرپرستې یومیکو تاکاشیما هم په يادو مراسمو کې ګډون کړی و.

وانګ يو وويل، د چين حکومت د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې ناورين ځپلو افغانانو ژوند ته ډېره پاملرنه کړې او د م.م د کډوالو پروګرام د کارکوونکو په هلو ځلو يې اړين توکي پيرلي او اوس يې په کابل، کندهار، بغلان، ننګرهار او نورو ولایتونو کې پر اړمنو خلکو ويشي.

نوموړي باور وښود، چې دغه توکي به پر اړمنو او ناچاره خلکو وویشل شي.

یومیکو تاکاشیما د چین د جنوب او جنوب د همکارۍ صندوق څخه مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرام سره يې مالي مرسته کړې او ژمنه يې کړې، چې خپلو بشري مرستو ته به دوام ورکوي.