د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېیمه غونډه به د چين په ان هوي ولايت کې تر سره شي
CMG2022/03/28 17:06:51
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د مارچ په ۲۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د مارچ له دېرشمې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د چين د ان هوي ولايت په تون شي کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو د درېيمې غونډې مشري وکړي.

په دغې غونډې کې به د افغانستان د شپږو ګاونډيانو (پاکستان، ايران، روسيه، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان) د بهرنيو چارو وزيران او استازي ګډون ولري.

د چين بهرنيو چارو وزیر وانګ يي به د يادې غونډې په څنډه کې د ګاونډيو هيوادونو او افغانستان ترمنځ د یوې ناستې مشري هم وکړي او د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي، د اندونيزیا او قطر د بهرنيو چارو وزيران به هم د وانګ يي په بلنه په يادې غونډې کې برخه ولري.