اروپايي ټولنه نه غواړي چې له روسیې څخه د انرژيو واردات بند کړي
CMG2022/03/28 14:48:52
شريکول:

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو جګ پوړي استازي جوسيپ بوريل خبريالانو ته ويلي، چې اروپا اوسمهال د روسیې پر ګاز او نفتو ډېره تکيه لري او اټکل يې کړی، چې ښايي په راتلونکو دوو کلونو کې له روسیې څخه د ګاز او نفتو واردات پای ته ورسوي.

هغه ويلي، چې اوسمهال اروپايي ټولنه نه غواړي، چې په پوره توګه له روسیې څخه د انرژيو واردات بندکړي، خو د انرژيو سرچينې به پراخې کړي او په دې جمله کې منځني ختيځ مهم رول لوبولی شي. نوموړي زياته کړې چې په اروپا کې د بيا استفادې وړ انرژيو پرمختګ د اړوندو انرژيو د کارونې اندازې کمولو لپاره ګټور دی.