د فلسطين ولسمشر د امريکا له خارجه وزير انتوني بلينکن سره وکتل
CMG2022/03/28 15:07:09
شريکول:

 د فلسطين ولسمشر محمود عباس د مارچ د ۲۷مې نېټې په شپه په رام الله ښار کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره وکتل.

د فلسطین رسمي خبري اژانس خبر ورکړی، چې عباس له بلينکن سره د فلسطین او اسرائیلو د حالاتو د وروستيو پرمختګونو په تړاو غږېدلی او پر امریکا یې غږ کړی، چې د فلسطین په اړه خپلې ژمنې پوره او د دوو هېوادونو پر لايحې ټينګار وکړي او له اسراییلو یې هم غوښتي، چې د فلسطين په خاوره کې د هستوګنځایونو جوړول او د میشتو وګړو پر وړاندې دښمانانه رويه پای ته ورسوي او د بیت المقدس تاریخي مقام ته دې درناوی وکړي.

بلینکن په خپلو خبرو کې د دوو هېوادونو د لایحې په اړه د امريکا ژمنې یو ځل بیا تکرار کړي او ويلي يې دي، چې هيواد به یې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره پر له پسې هڅې وکړي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه به ونيسي.

د خبر له مخې، د اسرائيلو صدراعظم نفتالي بينيټ هم په همدې ورځ په بيت المقدس کې له انتوني بلينکن سره کتلي او د ايران د ذروی مسئلې او د اسرائيلو او د سيمې د هېوادونو د اړيکو په هکله یې ورسره د نظريو تبادله کړې ده.