د چين د انشان وړونکې فضانوردۍ چارو دفتر خبر ورکړی، چې د تيان جو دويم نمبر باروړنکې بيړۍ د فضايي سټيشن له مرکزي برخې سره د يو ځای کېدو ټولې ټاکلې دندې پای ته رسولي او د مارچ د ۲۷مې نيټې د ماسپښين په ۳ بجو او ۵۹دقيقو د فضايي سټيشن له يادې برخې څخه ووتله.
د تيان شو دويم نمبر د چين فضايي سټيشن د کليدي تېکنالوژيو د ثبت په پړاو کې لومړۍ باروړنکې بيړۍ ده ، چې فضايي سټيشن ته يې ۶اعشاريه ۸ ټنه توکي ليږدولي دي.