کوچیان اوس خوشحاله دي
CMG2022/03/28 10:38:31
شريکول:

په افغانستان کې د نوي کال له پیلېدو سره سم کوچیان هم د څارویو د څرولو لپاره شنو دښتو او سيمو ته کوچیږي.

دوی وايي ډاډمن امنیت ورته د هېواد لمن پراخه کړي او په ډاډه زړه هر ولایت ته تللای شي خو سيمه ییز اوسیدونکي بیا له کرانۍ څخه سر ټکوي.

زموږ خبريال د لوګر محمد اغې ولسوالۍ ته تللی او هلته يې دغه راپور چمتو کړی دی.