چين هیله لري، چې د افغانستان ګاونډيان د نظريو يووالي ته ورسيږي
CMG2022/03/29 15:01:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۸مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې د چين د دولتي شورا غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د مارچ له ۳۰مې نيټې څخه تر ۳۱مې نيټې پورې د چين د ان هوې ولايت په تون شي ښار کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې مشري وکړي. په دغه غونډه کې به د پاکستان، ايران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بهرنيو چارو وزيران او استازي ګډون ولري.

وانګ ون بين وويل، چې اوسمهال د افغانستان حالات له خړپړتيا څخه د ادارې کليدي پړاو کې دی او افغانان لا هم له ډېرو کورنيو او بهرنيو ننګونو سره مخ دي ، چې نړيوالې ټولنې ملاتړ او مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، چې چين هيله لري، چې د يادې غونډې له لارې د افغانستان مسئلې په هکله د دغه هېواد د ګاونډيو هېوادونو ګډې نظريې راغونډې شي او په دغه غونډه کې په راتلونکي پړاو کې د افغانستان د حالاتو او ثبات د ګډې هڅونې، له افغانانو سره د مرستې لپاره د ګاونډيو هېوادونو د لارو چارو په هکله بحث وشي او نړيوالې ټولنې ته د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو اوازونه ورسيږي. هغه وويل، چې چين هېله لري، چې نړيواله ټولنه افغانستان ته لا زيات ملاتړ برابر کړي او له امريکا څخه يې هم غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د اقتصاد د بيا رغونې مسئوليت پر غاړه واخلي.