په چین کې د ښځو او ماشومانو حقونه ښه ساتل شوي
CMG2022/03/29 11:18:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د څو ټولنيزو مؤسیسو استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹مې غونډې ته په انلاین ډول ویناوې کړي او په چین کې د ښځو او ماشومانو حقونو د ساتلو په اړه يې خبرې کړې دي. .
د بېجینګ ملکي سازمان د نړیوالو تبادلوهڅونکې ټولنې استازي د ښځو د سپورت او ورزش د مساویانه حقونو په برخه کې د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو مهم خدمتونه بیان کړي او په خپلو خبرو کې یې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو د کلتوري حقونو لپاره ټولشموله زمینه برابره کړي.
د چین د نړیوالې تبادلې ټولنې استازي يادې غونډې ته په وينا کې د شينجیانګ د بېلا بېلو قومونو د ښځو د حقونو د ساتلو مالومات وړاندې کړي او ویلي يې دي، چې په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو ښځو د پرمختګ چاپېریال مخ په ښه کېدو دی او ډېری ښځې د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې په جوړونه کې فعاله برخه لري او ستر خدمتونه يې ترسره کړي دي. (هیله)