د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹م کانګرېس د شي ځانګ کولتور په اړه انلاين فرعي غونډه ترسره کړه
CMG2022/03/29 14:29:28
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹م کانګرېس د مارچ په ۲۸مه نېټه د شي ځانګ کولتور په اړه انلاين فرعي غونډه ترسره کړې ده.
ياد کانګرېښ د شي ځانګ کلتور دغه غونډه ( د شي ځانګ کولتور خپرېدل، د بشري حقونو ساتنه او ټولنيز پرمختګ) په سرلیک ترسره کړې ده.
د شي ځانګ کولتور دغه غونډه د چين د بشري حقونو د اکاډمۍ، د شي ځانګ کولتور د ساتنې او پرمختګ ټولنې او د تبت څېړنيز ارګان په ګډې همکارۍ جوړه شوې وه.
د غونډې برخوالو کارپوهانو د شي ځانګ کولتور د خپرېدو، د خلکو ژوند د ښه والي، د ټولنيزو او اقتصادي چارو د پرمختګ په اړه د نظريو تبادلې وکړې او د شي ځانګ په کورواکې سيمې کې يې د بشري حقونو د ساتنې او د ټولنې د پرمختګ واقعي حالاتو په اړه خبرې او نظر تبادلې کړې دي.
(خبرياله: شکريه)