وانګ يي: چین تل د افغانستان مسئلې په اړه مسئولانه رویه غوره کړې
CMG2022/03/29 11:19:56
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مارچ په ۲۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې افغانستان ته د خپل سفر په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
دا د افغانستان د لنډمهالي حکومت تر جوړېدو وروسته لومړی ځل و، چې د چین حکومت لوړپوړي پلاوي دغه هيواد ته سفر کړی و.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه افغانستان ته د درېيو موخو لپاره تللی و.
نوموړي خپله لومړۍ موخه دا ياده کړه، چې د چین او افغانستان د خلکو ترمنځ عنعنوي دوستي ټينګه کړي او دوهمه موخه يې دا وويله، چې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د ادارې حالت له نږدې وګوري او درېيمه موخه یې بیا دا وښوده، چې له اوسنيو افغان چارواکو سره مخامخ د نظر تبادلې او خپلمنځي تفاهم ورسره پياوړی او د متقابل باور بنسټ جوړ کړي.
نوموړي وویل، چې افغانستان ته د ده سفر د دې ښودنه کوي، چې د دغه هيواد مسئله لا هم د نړۍ د سولې او امنیت په اجنډا کې مهم ځای لري، اړوندې خواوې په تېره بيا د افغانستان ګاونډی هېوادونه باید خپله دنده پرغاړه واخلي او خپل رغنده رول ولوبوي.

وانګ يي زیاته کړه، چې چین د افغانستان مسئلې په اړه تل مسئولانه رویه غوره کړې او د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او خاورو بشپړتیا ته پوره درناوی کوي او د افغانانو انتخاب، مذهبي عقېدې او کلتور ته احترام لري.
نوموړي وويل، چې چین هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او نه یې هم دا هڅه کړې، چې د افغانستان په چارو کې خپلې شخصي ګټې او يا د ځواک پيمانه ولټوي.
هغه پر دې ټينګار وکړ، چې امنیت د پرمختګ بنسټ دی، چین هیله لري، چې د افغانستان اوسني واکمنان خپلې ژمنې پوره کړي او د ټولو ترهګریزو ډلو ضد د مبارزې لپاره اغېزمن تدبیرونه ونيسي. (هیله)