چين: پر روسيې د امريکا بنديزونه ملکي وګړو ته زيانونه رسوي
CMG2022/03/29 14:34:50
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د مارچ په ۲۸مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې پر روسيې د امريکا د بنديزونو په اړه پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې تاريخي تجربو څو څو ځله دا ثابته کړې، چې بنديزونه نه يوازې مسئله نه شي حلولای، بلکې نوې ستونزې رامنځته کوي او پر روسيې د امريکا هر اړخيز بنديزونه به هم عامو وګړو ته زيانونه ورسوي.

نوموړي وويل، چين په دې اند دی، چې بنديزونه د اختلافاتو د لرې کولو اغېزمنه لاره نه ده او د ستونزو د حل لپاره بايد پر خبرو اترو تکيه وشي.
هغه زياته کړه، چې چين له هغو بنديزونو سره ټينګ مخالفت کوي، چې له نړيوالو قوانينو سره سمون نه لري او د امنیت شورا اجازه یې نه وي ترلاسه کړي.
د م.م له ۱۹۰ غړو هېوادونو څخه څه باندې ۱۴۰ هېوادونو پر روسيې بنديزونه نه دي لګولي او له دې څخه څرګندېږي، چې د نړۍ زياتره هېوادونه د بنديز لګولو په اړه مسئولانه رويه لري.
د امريکا ماليې وزارت د ۲۰۲۱م کال د بنديزونو د يوه څېړنيز راپور په خپرولو سره ويلي، چې دغه هيواد تر ۲۰۲۱م کال پورې د نړۍ پر بېلا بېلو هيوادونو کابو ۹۴۰۰ بندیزونه لګولي، چې دغه رقم د ۲۰۰۱ کال په پرتله ۱۰ چنده زياتوالی ښيي.
(خبرياله: شکريه)