۵۲۰۰ چينايان له اوکراين څخه ووتل
CMG2022/03/29 14:26:42
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۸مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د چين حکومت له اوکراين څخه د چينايانو د اوباسلو چارې بشپړې کړي او څه باندې ۵۲۰۰ چينايان يې په خوندي ډول اوباسلي دي، چې په دې جملې کې ۴۶۰۰ تنه يې په ځانګړو الوتکو کې بېرته خپل هيواد ته راستانه کړي دي.
وانګ ون بين وويل، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د اوکراين د حالاتو له خرابېدو راهيسې، په دغه هېواد کې بندو چيني اتباعو ته ډېره پاملرنه کړې او د دوی د خونديتوب لپاره یې هر اړخيزې هڅې کړې دي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو ځلې ټينګار کړی، چې په اوکراين کې مېشت چينايان بايد خوندي راستانه او یا نورو هيوادونو ته ولیږدول شي.
د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اوکراين له خارجه وزير دميترو کوليبا سره په ټليفوني خبرو کې هيله ښودلې وه، چې د اوکراين حکومت د چينايانو د خونديتوب او له دغه هېواد څخه د دوی د وتلو لپاره ډاډې لارې چارې ولټوي.
(خبرياله: شکريه)