په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۸۰ میلیونو، ۱۷۰ زرو او ۵۷۲ ته رسېدلی
CMG2022/03/29 14:13:14
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په ۲۸مه نېټه یوه تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۶ بجو او ۲۳ دقیقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۸۵۸ زره او ۹۸۳ نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۴۸۰ میلیونو، ۱۷۰ زرو او ۵۷۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۲۲۷۸ مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر ۶میلیونو،۱۲۴ زرو او ۳۹۶ ته رسېدلی دی. (هیله)