د امريکې لاس تور سپي څټلی
CMG2022/03/29 10:43:13
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بایډن پر ځايي وخت د مارچ په ۲۶مه نېټه په پولنډ کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې په اړه د ناټو يوې غونډې ته وويل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې په واک کې نور پاتې نشي.

سپینې ماڼۍ د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د دغې ښکاره لاسوهنې د سپیناوي هڅه وکړه، خو د جوبايډن يادې وینا نړۍ ته د واشنګټن اصلي موخه په ډاګه کړه.

امريکا غواړي، د روسیې رژیم وپرځوي او حکومت یې رانسکور کړي، ځکه دا چاره به پر نړۍ د امریکا د تسلط لپاره نوره هم لاره برابره کړي او پوره مرسته به ورسره وکړي.  

امریکا له سیاست، اقتصاد، کلتور، تعلیم اوعامه افکارو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او غواړي، د "بشري حقونو"، "ډیموکراسۍ" او "آزادۍ" تر شعار لاندې په ټوله نړۍ کې ګډوډي جوړه کړي.

د روسیې او اوکرایین پر شخړې میاشت واوښته او همدا د امريکې د يادو هڅو یو مثال دی او په نورو هېوادونو کې د شخړو جوړونې، ګډوډۍ او یا په مستقیمه توګه د جګړو په پیلولو خپلې ګټې لټوي.

د امریکا د تیري او مداخلو تاریخ ته په کتو ډېره اسانه ده، چې د واشنګټن پر موخو پوی شو او دا به درک کړو، چې امريکايي سیاستوال په کومو سیاسي لارو غواړي، په نړۍ کې خرج مرج او ګډوډي راپورته کړي.

احصايې ښيي، چې کله امريکا په ۱۷۷۶م کال کې د خپلواکۍ اعلان وکړ، له هغه وخت راهیسې، یعنې شاوخوا ۲۴۰ کلونو کې يې يوازې په شلو کالونو کې پر کوم هيواد یرغل او یا جګړې کې ګډون نه دی کړی، نور هر وخت د شخړو يو لوری پاتې شوي دی.

د نړۍ په ۱۵۳ هېوادونو او سیمو کې (۱۹۴۵م ــ ۲۰۰۱م)  کالونو پورې ۲۴۸ وسله والې نښتې شوي، چې په دې جملې کې ۲۰۱ نښتې د امریکا له خوا پیل شوي، چې دا د یادې شمېرې ۸۱ سلنه جوړوي.

د امريکا هر ولسمشر له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې "خپلې جګړې" درلودلي او پر ډېرو هيوادونو يې تيري کړي او ميليونونو خلک یې کډوالۍ ته اړ او کورونه يې ور ویجاړ کړي دي.
امريکا په دغو جګړو کې ميليونونو خلکو ته مرګژوبله اړولې او ډېری کورنۍ یې در په در او کډوالې کړې دي.

 امريکا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د نړیوال نظام مخکښ مقام ترلاسه کړ او هر وخت يې جګړو ته دانګلي دي.

د نړۍ هر بالغ انسان، چې د امريکې نوم اخلي او یا یې اوري، نو په ذهن کې يې د دې هيواد جنګي بڼه انځوريږي.

د امريکې د تاریخ کابو ټول ولسمشران په نړۍ کې د خپلو دښمنانو په لټه وو او په ځانګړې توګه له سړې جګړې وروسته يې د نړۍ په ډېرو هيوادونو او سيمو کې د جنګونو څپې را پورته کړي او د جګړو، تخریبونو او نفوذي کړنو لړۍ يې پیل کړې او يوازېنۍ موخه يې دا ده، چې پر ټولې نړۍ واکمني وکړي.

امريکا د خپلو مخالفينو د له منځه وړلو او ځپلو په موخه په ټولې نړۍ کې قصدي شخړې او ګډوډۍ راپورته کړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د دغه هېواد د لاسوهنې او د ملکي وګړو د وژلو د جنايتکاره تاريخ پاڼه د څه دپاسه ۳ ميليونو ملکي وګړو د وژلو او شاوخوا د ۳ ميليونو کډوالو له غمجنو او ترخو کېسو ډکه ده.

امريکا نه یوازې په ختیځې آسیا، منځني ختیځ او اروپا کې جګړې ته لمن وهلې، بلکې لاتینې امریکا هم ترې ارامه نه ده پاتې شوې.

امريکا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ویتنام، خلیج، افغانستان، عراق او سوریې جګړې پيل کړي او اوس یې فکر د ختیځې اروپا په لوري ګرځولی دی.

په حقیقت کې په جګړو کې ښېکلتيا د امريکې تاریخي دود ګرځيدلی دی.

امريکا نه یوازې په نړۍ کې د ګډوډۍ لامل ده، بلکې په کور دننه يې هم د پاپولیزم د پراخېدو، د کورنیو سیاسي مخالفتونو د شدت او د هر اړخیز بحران د رامنځته کېدو لامل شوې ده.

امريکا چې کله هم جګړه پيلوي، نو د "بشري حقونو" او "ډیموکراسۍ" شعارونه پورته کوي، خو نړۍ اوس د امريکې موخه او هدف درک کړي او د دغه هيواد د چلند اصل او موخې يې پېژندلې دي.

امريکا د نړۍ د ګډوډۍ لوی لامل ده او له خپلو ناوړو چارو لاس نه اخلي.

د نړۍ سوله خوښوونکي خلک دا پوښتنه کوي، چې ولې امريکا هر ځای شخړې او ګډوډۍ جوړوي؟