د امريکا سنا مجلس په دې وروستي کې د چين په اړه يوه قانوني مسوده تصويب کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۹مه نېټه يوې مطبوعاتي ناستې کې وويل، چې د چين او امريکا د ټولنې بېلابېلې برخې هيله لري، چې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ يې زیاتې شي، خو امریکا ياده مصوده د دوی له هيلو سره په تګر کې ده. چين د امريکا له دې مصودې سره کلک مخالفت ښيي او خپلې ګټې به خوندي وساتي.
د امريکا سنا مجلس څو ورځې مخکې د ۲۰۲۲م کال د امريکا د سيالۍ کړنو مسوده تصويب کړې او موخه يې دا ده، چې د سیالۍ خپل توان لوړ او د چين د پرمختګ مخه ونيسي.
وانګ ون بين وويل، چې امريکې په يادې مصودې کې حقيقت پټ کړی او د چين ګواښ يې مبالغه او پر ضد يې مبارزه هڅولې او د سوړ جنګ نظر يې پورته کړې ده. د نوموړي په وينا، د امریکې ياده مصوده به د چين او امريکې د بېلابېلو ټولنو او خلکو هيلې مړاوې کړي.