چین له افغانانو سره د مرستې لپاره عملي تدبیرونه نيولي
CMG2022/03/30 15:08:21
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د مارچ په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه د ان هوې ولایت په تون شي سيمه کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ۳مې غونډې مشري وکړي او د غونډې ګډونوال به د افغانستان وضعیت د ارامولو او له افغانانو سره د مرستې پر لایحې بحثونه وکړي.

وانګ يي څو ورځې مخکې له افغانستان څخه ليدنه وکړه او دا د افغانستان د لنډمهالي حکومت تر جوړېدو وروسته لومړی ځل و، چې د نوموړي په مشرۍ د چین حکومت یوه لوړپوړي پلاوي دغه هيواد ته سفر کړی و. د وانګ يې له دې سفر څخه ښکاري، چې چین د افغانستان د سولې او  بیارغونې لپاره فعال کوښښونه کوي.

د افغانستان وضعیت د سیمې او نړۍ له امنیت او ثبات سره نږدې اړیکې لري او نړيواله ټولنه باید د اوکراین د اوسني کړکیچ له امله افغانستان له پامه ونه غورځوي.

د چین لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړ او نړۍ ته يې څرګند پيغام ورکړ، چې د افغانستان مسئله د نړۍ د سولې او امنيت په اجنډا کې مهم مقام لري او بېلا بېلې خواوې بايد خپله دنده پر غاړه واخلي او د دې مسئلې د ښه حل لپاره بايد رغنده رول ولوبوي.

 امريکايي ځواکونه د تېر کال په اګیست کې له افغانستان څخه ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، چې په دې سره په دغه هيواد کې شل کلنې جګړې پای وموند او په افغانستان کې اوس د ادارې نوی پړاو پېل شوی.

د افغانستان لنډمهالی حکومت یوه خوا په کور دننه د مشروعيت او د نړیوالې ټولنې لخوا د رسميت پېژندلو لپاره کوښښونه کوي، خو له بلې خوا بیا د داعش په شمول ځينې ترهګریزې ډلې د افغانستان په ځينو سيمو کې کله کله بریدونه ترسره کوي.

امریکې د افغانانو پر شاوخوا ۷ میلیارډو ډالرو شتمنۍ خېټه اچولې، چې له امله يې د افغانستان اقتصادي حالت ډېر خراب شوی او د افغانانو پر وړاندې ډېرې ستونزې راپورته شوې دي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې له نیمې برخې زیات افغانان له لوږۍ سره مخ دي او څو میلیونه بې کوره شوي دي.

چین د افغانستان د ښه ګاونډي او د امنیت شورا د دايمي غړي په توګه، د افغانستان د سولې او بیارغونې لپاره تر وسې هڅې کړې دي.

د چین رهبر تېر کال د شانګهای د همکارۍ سامزان او د ډله ييز امنیت سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په سرمشريزو غونډو کې  د افغانستان مسئلې د حل او د وضعیت د ژر ارامېدو بیا بیا غوښتنه کړې او له افغانانو سره د مرستې په شمول درې وړانديزونه او د دغه هېواد د سولې او بیارغونې لپاره يې لارښوونې کړې دي.

د چین چارواکو د افغانستان مسئلې په اړه تل پر څرګند دريځ ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې هر هيواد باید د افغانستان حاکمیت او خاورې بشپړتیا ته درناوی ولري او له افغانانو څخه يې ملاتړ کړی، چې پخپله خوښه د خپل هېواد برخلیک او د پرمختګ لاره انتخاب کړي. چین د افغانستان مسئلې په اړه تل مسئولانه رویه غوره کړې او هېڅکله یې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.

د يادولو وړ ده، چې د افغانستان لنډمهالي حکومت له چین سره د ډيپلوماتيکو تماسونو له لارې نړیوالو ته په ډاګه کړې، چې هيچا او ډلې ټپلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو په زيان کړنې ترسره کړي.

د افغانستان د لنډمهالي حکومت چارواکي وايي، چې غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره مساوي او دوستانه اړيکې ولري او دا هيله یې هم ښودلې، چې د یو کمربند او یوې لارې په پلان کې برخه واخلي. د دوی دغه څرګندونې د نړيوالې ټولنې له هرکلي سره مخ شوي، خو هرڅه  ترې په ژبه نه بلکې په عمل کې غواړي.

چین افغانانو ته له تېر کال راهيسې د څه باندې ۵۰ میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرستندویه توکي برابر کړي، له افغانستان څخه يې د جلغوزو په واردولو سره افغان بزګرانو ته ۲۲ میلیونه ډالره ګټه رسولي او له افغانانو سره يې د مرستې لپاره یو لړ عملي تدبیرونه نیولي دي.